IQNA

 قرآني سورې/68

په هغه قلم د خدای  قسم خوړل،چې لیکل کوي

15:10 - March 15, 2023
د خبر لمبر: 3487037
ایکنا- قلم او هغه څه چې لیکل کوي،هغه نعمتونه دي چې دخداوندمتعال له خوا داانسانانو په اختیار کې ورکړل شوي دي، داسې نعمتونه چې په قرآن کریم کې ورباندې ئې قسم خوړلی څو دهغه اهمیّت مشخص شي.

د قرآن کریم اته شپيتمه سوره؛قلم؛نومیږي.دغه سوره په د نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده او ۵۲آیتونه لري.قلم سوره  چې یوه مکي سوره ده ،دنزول په ترتیب کې دوهمه سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر نازله شوې ده.

دغه سوره قلم بلل شوې ده په دې خاطر چې دغه ټکی ددغې سورې په لومړي آیت کې راغلی دی او خدای تعالی په قلم او په هغه څه چې لیکل موي وسوګند پورته کړی دی.

 علامه طباطبائي په المیزان کې ددغه آیت مقصد کوم مخصوص قلم نه ګڼي او  هغه څه چې لیکل کوي، هم  لیکل  کونکی دی ؛ نو ځکه قلم او هغه څه چې د قلم په وسیله لیکل کیږي،یو ترټولو لوي الهي نعمت دی  او په قلم او په هغه څه دخداي قسم خوړل چې  لیکي ئې ، په نعمت قسم خوړل دي  هماغه شان چې په قرآن کریم کې په میاشتې  او لمر او په شپې او ورځې  اوحتی په انځیر او زیتون باندې قسم خوړلو په څير په نعمتونو قسم خوړل موجود دي

ددغې سورې هدف د اسلام دګران پیغمبر د ځانګړو صفتونو بیانول او  او دهغه پر  غوره اخلاقو ټينګار، د پیغمبر د دښمنانو او مشرکانو د سپيرو صفتونو بیانول، د ؛اصحاب الجنه؛ کسیې بیانول او مشرکاتو ته خبرداری ، د قیامت  او د مشرکانو دعذابونو یادول  او د مشرکانو په وړاندې پيغمبر ته د مقاومت او استقامت  او صبر حکم او له مشرکانو څخه له پيروي  نهي کول دي.

دغه سوره دخداي رسول  په هغو  دروغو تورونو پسې چې چې مشرکانو ورباندې لګولي  اوا هغه  ئې لیوانی بللی ؤ ، ورسره خواخوږي او همدردي کوي، او هغه ته ښکلي او په زړه پورې ژمنې ورکوي او پيغمبر ئې له هغوي سره له خبرو اود مشرکانو له اطاعته منع کړی دی.

دغه سوره په قلم او په لیکنې په قسمو خوړلو سره پيلیږي  او دوهم آیت ئې هم هغه تورونه  چې د اسلام پر پیغمبر(ص) د  اسلام د دښنمانو له خوا لګیدل شوي دي،ردوي او له پیغمبر اکرمه د خداي یادولو ته اشاره کوي او په یوه بل ځاي کې  کافرانو اوستمګرانو ته د مهلت د ورکولو موضوع  چې په نهایت کې به دهغوي په تاوان وي ، خبره کوي، هغه مهل د اصحاب الجنه کیسه (یعني د باغونو لرونکي) او هغه بلا  چې د ګناه،فساد او دخداي له یاده دغفلت په دلیل  دهغوي پر سر راځي خبره کوي.

د اصحاب الجنه د یو شمیر هغو شتمنو کیسه روایتوي چې په یمن کې شنه باغونه درلودل.دا دهغه بوډا باغونه وو چې دضرورت په اندازه ئې ورڅخه استفاده کوله اوباقي برخه ئې  اړمندو کسانو ته ورکوله . دهغه له مرګه وروسته دهغه بچیانو فیصله وکړه چې له باغه ترلاسه شوي ټوله  ګټه دځان لپاره واخلي  او اړمند ورڅخه محرومه کړي. د هغه خساست او کنجوسۍ او خسیس شونې  له امله چې ئې درلوده یوه شپه په وچو لرګیو کې د اور د لګیدا له امله ټول باغ په  لمبو کې لوو لپه شو او هیڅ ورته پآتې نه شول. یوه ورور هغوي د خداي وخوا ته وبلل  او هغوي پخپل چلند پښمانه شول او توبه ئې وکړه.

captcha